د پوهنتون ليليې کميسيون خپله نوبتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۴
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې اړوند ستونزو د حل کميسيون د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د ياد کميسيون غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د خوړو کيفيت لا ښه‌والي، په ليليه کې د استوگنو محصلينو لا ښه تنظيم او د ليليې اړوند ستونزو پر حل بحث او پرېکړې وشوې. په دغه ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۴۸
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS