نوښتگرو محصلينو ته د مصنوعي ځيرکتيا په هکله معلوماتي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۳
SJAU

ياد سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري ترتيب شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو نوښتگرو محصلينو ته د پوهنتون په مسلکي پرمختيا مرکز کې وړاندې شو، چې پرمهال يې د ياد پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام د موضوع په تړاو محصلينو ته هر اړخيز او ارزښتمن معلومات وړاندې کړل. نوموړي له محصلينو سره د مصنوعي ځيرکتيا د پېژندنې، ډولونو، سالمې کارونې، فرصتونو، زيانونو او اغېزو په هکله تفصيلي معلومات شريک کړل. په پای کې د محصلينو پوښتنو ته د سېمينار وړاندې کوونکي استاد له لوري هم لازم ځوابونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۲
Background image

د پوهنتون په مسجد کې د«قربانۍ احکام او مسايل» تر سرليک لاندې ديني او علمي سېمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د شرعياتو پوهنځي په همکارۍ د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د«قربانۍ احکام او مسايل» تر سرليک لاندې د ديني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

نوښتگرو محصلينو ته د مصنوعي ځيرکتيا په هکله معلوماتي سېمينار وړاندې شو

ياد سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري ترتيب شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو نوښتگرو محصلينو ته د پوهنتون په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په کونړ کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینې بهير نن ورځ رسماً پای ته ورسېد

یاد بهير چې دوه ورځې یې د گډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت او درې ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ له څه باندې درې نيم زره داوطلبانو څخه د ازموینې په اخیستلو سره نن ورځ د ۱۴. . .

BACK TO NEWS