پوهنتون د(۱۴۰۵) کال لومړنۍ د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۶
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله؛ چې د فوق لېسانس برنامو بورد تعين، د مجالسو او شوراگانو پرېکړو د ثبت کتاب لپاره واحد فارمټ ټاکل، د(اند او واند) علمي-څېړنيزو مجلو چاپ، له اړوندو ادارو سره د ترسره شويو څېړنو د پايلو شريکول، د څلورگونو معاونيتونو اړوند د تېر ۱۴۰۴ کال د څلورمې ربعې راپورونو تاييد او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې.

د پوهنتون عمومي رئيس په پيليزه وینا کې اړوند مسؤلين خپلو دندو ته ځیر کړل او ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۴
Background image

پوهنتون د علمي چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاون قاضي عبدالهادي فضلي د ياد معاونيت تر چتر لاندې د کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه چې په کې د نصاب، پلان او پاليسۍ، تضمین کیفیت، او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال د معاونيت له اړوندو اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د معاونيت له اړوندو اداري او خدماتي کارکوونکو سره په چارو کې د لا ښې همغږۍ او پياوړې همکارۍ په. . .

BACK TO NEWS