د وردگ پوهنتون ملي کنفرانس ته د ليکل شويو مقالو د کتنې لپاره د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري ټاکل شوې ځانگړې کمېټې خپله کاري ناسته وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۱۱
SJAU

ياده ناسته چې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ د علمي څېړنو او مجلو په معاونيت کې ترسره شوه، د يادې کمېټې غړو په کې برخه لرله. پيل کې د پوهنتون عمومي رئيس د ياد معاونيت د فعاليتونو په ارزښت او اهميت خبرې وکړې او هغه يې د راتلونکي لپاره د سالم مسير د ټاکلو په برخه کې ډېر مهم وبلل او همداراز يې د پوهنتون استادانو ته لارښوونه وکړه چې له دې معاونيت سره په اړوندو چارو کې پوره همکاري وکړي، ځکه چې دلته په کارونو کې تخصص او تعهد ته پوره اړتيا ليدل کېږي. نوموړي ياد ملي کنفرانس ته د ليکل شويو مقالو د کتنې لپاره په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې ټاکل شوې ځانگړې کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې رالېږل شوې مقالې په پوره ځيرتيا او دقت سره وگوري او خپل اصلاحي نظرونه دې ژر تر ژره له اړوندو برخو سره شريک کړي. ورپسې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د کاري پروسې په تړاو خبرې وکړې او زياته يې کړه چې يادې مقالې به د شرعي، څېړنيزې تگلارې او ژبني پلوه د متخصصو استادانو له لوري وکتل شي. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۴
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سره د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

دغه هوکړه‌ليک د متقابلو علمي همکاريو د لا پراختيا او د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه په افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کې د دواړو پوهنتونونو د علمي چارو مرستيالانو له لوري لاسليک شو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۳
Background image

د ځنگلونو ارزښت، ساتنې، ورپېښو گواښونو او د حل لارو چارو تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگې په نوښت جوړه شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او محصلانو په کې برخه لرله. په پيل کې د زراعت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۰
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS