د پوهنتون اداري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲۴
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ تر سره شوې يادې ناسته کې چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او آمرينو په کې برخه لرله، په پوهنتون کې د پوهنځيو او څانگو کتابتونونو، د ليليې اړوند ستونزو حل، د پوهنتون لپاره د نانوايي جوړېدو، په هيئتيو کې د مسلکي او متعهدو اشخاصو ټاکلو، د حفظ او مراقبت کړنلارې تاييد او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث شول او په تړاو يې لازمې پرېکړې وشوې او همداراز د اړوندو چارو د لا ښه ترسراوي او چټکتيا په موخه ځانگړې کاري کمېټې هم وټاکل شوې.

د پوهنتون عمومي رئيس د خپلې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ، د يادو موضوعاتو په هکله مسؤلینو ته دندې وسپارلې او هغوی ته يې په اړوندو چارو کې د ښې همغږۍ او پوره همکارۍ سپارښتنه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې اړوندو مسؤلینو ته له بیت المال څخه د سالمې او اصولي استفادې په برخه کې هراړخيزې لارښوونې وکړې. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۴
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سره د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

دغه هوکړه‌ليک د متقابلو علمي همکاريو د لا پراختيا او د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه په افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کې د دواړو پوهنتونونو د علمي چارو مرستيالانو له لوري لاسليک شو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۳
Background image

د ځنگلونو ارزښت، ساتنې، ورپېښو گواښونو او د حل لارو چارو تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگې په نوښت جوړه شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او محصلانو په کې برخه لرله. په پيل کې د زراعت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۰
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS