قراداد د ورکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مې مادې د (۲) مې فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي ،چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون په پام کې لري ،چې د خپلو ودانیزو چارو ترمیماتو قرارداد د (16517388)شپاړلس میلونه پنځه سوه اوولس زره درې سوه اته اتیا افغانیو په ارزښت د عامر ساختماني شرکت سره چې د جلال اباد ښار دوهمې ناحیې دولسم سرک علي بابا شرکت ته څېرمه دفتر لري او (D-02-195)شمېره جواز لرونکې دی عقد کړي.
ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کیږي چې په دې برخه کې کومه نېوکه او یا هم کوم شکایت ولري،کولای شي د تدارکاتو قانون (۵۰) مادې له مخې په لیکلي ډول خپلې عرض پاڼې د دلایلو سره یو ځای د دې اعلان د خپریدو له نېټې څخه د اووه تقویمي ورځو په بهیر کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د تهیې او تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.
دا خبرتیا د یاد شوي قرارداد د عقد په مانا نه ده،له پورته ورکړل شویو ورځو مخکې به عقد نه شي.