پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښهوالي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم لا ښهوالي په پار د محصلينو له ليليې څخه ليدنه او څارنه وکړه. ياده پلاوي د خپلې ليدنې په ترڅ کې اړوندو مسؤلينو او محصلينو ته د خوندي او پاک چاپېريال د رامنځته کولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
