د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د ماخذ ليکنې په تړاو يو ورځنی روزنيز سېمينار دایر شو
په علمي ليکنو کې د ماخذ ښودنې ځانگړي سافټوير(Zotero) کارونې په هکله دغه روزنيز سېمينار چې د ياد پوهنځي له لوري د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي په خپلو خبرو کې ياد سېمينار د محصلينو د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وباله او له برخهوالو يې غوښتنه وکړه چې په خپل فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو د مهارتونو په زياتونه کې پوره گټه واخلي.
ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنيار جمال الله پيوستون له لوري د ماخذ لیکنې ياد سافټویر پېژندنه، په دې سافټویر کې پروفایل جوړونه، د اسنادو او ماخذونو ترتیبول، د متن ماخذ لیکنه، د منابعو او سرچینو ماخذ لیکنه او نور بېلابېل موضوعات تشرېح او په عملي ډول وښودل شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.
