په کونړ کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینه رسماً پیل شوه
د ۱۴۰۵ عمومي کال کانکور ازموینه د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د ياد پوهنتون رهبرۍ، د ازموینو عمومي ادارې راغلي هيئت، ممتحنه پلاوي او د کانکور گډونوالو په حضور کې نن ورځ رسماً پیل شوه. په پیل کې ويناوالو په خپلو خبرو کې د کانکور ازموینې ارزښت او اهميت بيان کړ او همداراز يې د کانکور گډونوالو ته د شفافيت په برخه کې پوره ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده چې په کونړ ولايت کې به د درې ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم له څه باندې درې نيم زرو گډونوالو څخه د کانکور ازموینه واخيستل شي.
