پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو
دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی ؤ؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د عبدالله بن عباس ؓ دیني جامعې استادانو، د کونړ ولايت جهادي مدرسې، د احصايې او معلوماتو رياست او د تخنيکي او مسلکي زدهکړو آمريت اړوندو مسلکي کارکوونکو او څېړونکو په کې برخه اخيستې وه.
ياد سېمينار چې د علمي څېړنو معاونيت اړوند د علمي مجلې آمر پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت له لوري وړاندې شو، د معتبرو او نامعتبرو نړيوالو مجلو پېژندنې، د خپرونې د معافیت ترلاسه کولو، د خلاص لاسرسي موډلونو پېژندنې او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په تړاو يې د سېمينار برخهوالو ته تفصيلي معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د موضوع اړوند د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.
