اسلامي ثقافت د دیپارتمنت استاد د پوهنمل علمي رتبې لپاره کنفرانس وړاندې کړ
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د اسلامي ثقافت دیپارتمنت استاد پوهنيار نجيب الله صميم د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(د اسلام له نظره په شورا کې د اکثريت او اقليت د معيار څېړنه) تر سرليک لاندې خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ.
ياد کنفرانس کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، ژوري هيئت او د شرعياتو پوهنځي استادانو او محصلينو گډون کړی وو چې له ازاد بحث څخه وروسته پای ته ورسېد.