برېښنايي زده‌کړو د بهير په تړاو د پوهنتون رهبري شورا ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۹:۰
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس پوهنمل محب الله محب په مشرۍ د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه.

په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځيو ريیسانو، پوهتنون د برېښنايي زده کړو کمېټې غړو گډون درلود، چې په کې د برېښنايي زده‌کړو پر لاښه‌والي او نورو بېلا بېلو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

پيل کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د ښه راغلاست ترڅنگ د برېښنايي زده کړو بهير د لاښه‌والي په اړه اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د بحث په ترڅ کې د پوهنتون مشرتابه د يادو موضوعاتو تر څنگ پر يو شمېر نورو بېلابېلو مسايلو بحث او پرېکړې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د څېړنيز فارم ځمکې په پراخوالي، کرنيز لابراتوار په تهيې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۴۴
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې استاد پوهنمل شېرازخان رشيدي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(د درملو فارماکولوژيکي شکلونو ارزونه او د هغوی د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د عصري ټکنالوژۍ پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او هغوی. . .

BACK TO NEWS