د دعوت او ارشاد آمر د لومړنيو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وکړ
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر د خپلو اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د لومړنيو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وکړ.
نن ورځ د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف د ياد پوهنتون د لومړنيو ټولگيو محصلينو ته د نبي ﷺ د تابعدارۍ پر اهميت او فوايدو او د نافرمانۍ پر نقصاناتو او همداراز د صورت او سيرت برابرولو په اړه تفصيلې خبرې وکړې.