د دعوت او ارشاد آمر د ليليې په مسجد کې د پوهنتون منسوبينو ته اصلاحي بيان وکړ
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر له لوري نن ورځ د خپلو ديني او اصلاحي درسونو په لړ کې پوهنتون د ليليې په مسجد کې د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او د ليليې مسؤلينو ته اصلاحي بيان وشو.
د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف د پوهنتون يادو منسوبينو ته د نبي ﷺ د تابعدارۍ پر اهميت او فوايدو او د نافرمانۍ پر نقصاناتو او همداراز د صورت او سيرت برابرولو په اړه تفصيلي بيان وکړ.