د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۳:۵۸
SJAU

د يادو علمي بنسټونو ترمنځ د متقابلو همکاریو هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن او د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د ريیس مولوي سراج الاسلام سراج له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې د ياد پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو او منصوبينو ترڅنگ؛ د نوموړې مؤسسې مشرتابه او مسؤلينو هم برخه لرله.

مراسمو ته شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو ترمنځ د گډ تفاهم هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په نتيجه کې به يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونه څخه د گټې اخيستنې زمينه برابره شي.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې مؤسس استاد ذاهدالله ذاهد په خپلو ويناوو کې د پوهنتونونو ترمنځ همغږي او همکاري د علمي پرمختگ لپاره مهمه او اړينه وبلله او د هوکړې پلي کېدو په برخه کې يې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادونې ده چې د دې دوه اړخیزې هوکړې له مخې به د علمي او څېړنيزو همکاريو ترڅنگ؛ محصلینو ته د عملي زده‌کړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه، په کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د علمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۸:۴۶
Background image

د محصلانو چارو مرستیال د پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي شېرافضل منصور؛ د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په ملتيا د پوهنځيو تدریسي چارې وارزولې او اړوند مسؤلینو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۳:۵۸
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

د يادو علمي بنسټونو ترمنځ د متقابلو همکاریو هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن او د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د ريیس مولوي سراج الاسلام سراج له. . .

BACK TO NEWS