د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د پوهنتون له ليليې څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۴۶
SJAU

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د يوه پلاوي په ملتيا د پوهنتون له ليليې څخه د لیدنې په ترڅ کې د مسؤلينو او محصلينو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ. نوموړي همداراز هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د خوړو او اطاقونو نظافت ته جدي پاملرنه وکړي.

د پوهنتون رييس د دعوت او ارشاد آمريت په گډون  د ليليې مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې د محصلينو په سالمه فکري روزنه کې خپل مسؤليت ته پوره متوجه شي.

د ليليې کارکوونکو د پوهنتون د رييس په ورتگ خوښي وښوده او محصلينو ته يې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۲
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۲۲
Background image

په پوهنتون کې د تضمين کيفيت نويو معيارونو په هکله د پوهاوي ورکشاپ داير شو

ياد دوه ورځنی ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په نوښت، د تضمين کيفيت آمریت له لوري د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی دی، د پوهنتون رهبري، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۳۱
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله، پر يو. . .

BACK TO NEWS