د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د ښوونې او روزنې پوهنځي له استادانو سره مشورتي ناسته وکړه
پيل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف د ياد پوهنځي په تړاو د پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل او شته ستونزې يې ورسره شريکې کړې.
د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د ياد پوهنځي مسؤلينو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په اړوندو چارو کې يې ورته د همکارۍ او همغږۍ سپارښتنه وکړه.