د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د کرنې پوهنځي له استادانو سره مشورتي ناسته وکړه
پيل کې د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي د خپلو فعاليتونو په اړه د معلوماتو شريکولو سربېره؛ شته ستونزې د پوهنتون مشرتابه ته وړاندې کړې.
د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د ياد پوهنځي مسؤلينو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او استادانو ته يې په اړوندو چارو کې د لا ښهوالي په پار لازمې سپارښتنې وکړې.