د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس له شرعياتو پوهنځي څخه ليدنه وکړه
د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو د ستونزو اورېدو او حل په موخه له شرعياتو پوهنځي څخه ليدنه وکړه.
د پوهنتون رييس د ياد پوهنځي استادانو ته په خطاب کې وويل چې د دې اُمت سالمه روزنه د علماوو دنده ده نو په دې برخه کې بايد خپل مسؤليت ته پوره متوجه شي.
د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان عارف په ياده برخه کې د پوهنتون مشرتابه ته پوره اطمنان وکړ او د پوهنځي اړوند ستونزې يې ورسره شريکې کړې چې د پوهنتون رييس له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.