د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون لپاره نويو ايجاد شويو بستونو ته ۱۵ تنه مديران ور وپېژندل شول

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۸:۵۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ۱۴۰۲ کال په تشکيل کې نويو ايجاد شويو بستونو ته د ازادې سيالۍ او شفافې پرورسې له لارې ۱۵ تنه مديران بريالي شوي وو، چې نن ورځ رسماً خپلو کارونه ته ور وپېژندل شول.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې نويو ټاکل شويو مديرانو ته د بري هيله وکړه او زياته يې کړه چې دنده امتیاز نه بلکې، یو مسؤلیت دی او هر مسؤلیت چې چا ته سپارل کېږي بايد په ښه ډول يې ترسره کړي، نوموړي همداراز د پوهنتون ټولو منسوبينو ته سپارښتنه وکړه چې د پوهنتون موخو ته د رسېدو په پار له یو او بل سره په همکارۍ او مشوره کار وکړي تر څو ټولې چارې پر وخت او په ښه ډول ترسره شي.

ياده دې وي چې لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۲ کال په تشکيل کې د هېواد په کچه نږدې ۲۵۰۰ بستونه ايجاد کړل چې د گمارنې لړۍ يې د ازادې سيالۍ او شفافې پرورسې له لارې د هېواد په ټولو امارتي پوهنتونونو کې پيل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د مشرتابه عالي مقام له لوري د توشېح شويو قوانينو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۴۰
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

BACK TO NEWS