د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي د اقتصاد او زراعت پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه
پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی ميرويس ستانکزي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د اقتصاد او زراعت پوهنځيو تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د يادو پوهنځيو د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ.
ياد پلاوي د تدریسي بهیر له څارنې او ارزونې وروسته د چارو د لا ښه والي په موخه د پوهنځيو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.