د شرعياتو پوهنځي استادانو ته په شرعي علومو کې د مقالې ليکنې تگلارې تر سرليک لاندې سېمینار داير شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۵۴
SJAU

دغه يو ورځنی روزنیز سېمینار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې دایر شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او علماءکرامو په کې برخه لرله.

پيل کې د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او له برخه‌والو يې وغوښتل چې په فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.

ورپسې د پوهنتون د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي د موضوع په تړاو چمتو کړی پرېزېنټېشن وړاندې کړ او ټولې برخې يې وار په وار تشريح کړې او په پای کې يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

زراعت پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

د غونډې په لړ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېر افضل منصور او د ياد پوهنځي رييس پوهندوی محمدحسن محمدي په خپلو ويناوو کې محصلينو ته لازمې لارښوونې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۵۴
Background image

د شرعياتو پوهنځي استادانو ته په شرعي علومو کې د مقالې ليکنې تگلارې تر سرليک لاندې سېمینار داير شو

دغه يو ورځنی روزنیز سېمینار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې دایر شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او علماءکرامو په کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۲:۱۹
Background image

پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د پوهنځيو له رييسانو سره ناسته وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېر افضل منصور د پنځهگونو پوهنځيو له رييسانو سره ناسته وکړه. نوموړي د پوهنځيو رييسانو ته د علمي سیر د پلان شريکولو، د اړوند. . .

BACK TO NEWS