د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۱
SJAU

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريتونو په همکارۍ غونډه جوړه شوې وه چې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د کونړ ځينيو ولايتي ادارو استازو، د پوهنځيو ريیسانو ، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو په کې برخه اخيستې وه، چې ويناوالو په کې د شل کلنې جهادي دورې پر مهال د مجاهدينو قربانيو، اتلوليو، کړاوونو، تکليفونو، صبر او استقامت په اړه مستندې او ژوندۍ خاطرې د غونډې له برخه‌والو سره شريکې کړې.

پیل کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ د افغانستان اسلامي امارت په تاسيس او لاسته راوړنو لنډې خبرې وکړې او د کنفرانس له تنظيموونکو يې مننه وکړه.

د غونډې په ترڅ کې د کونړ ولايت محاکمو رياست د عامه امنيت دېوان رييس شيخ عزت الله(په سنگر کې د مجاهد ژوند)، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن(له مجاهدينو سره د ولسونو همکاري) او کونړ ولايت د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت رياست نظامي آمر شيخ علي احمد کاشف(د اشغالگرو ظلمونه او وحشتونه) د موضوعاتو په تړاو تفصيلي ويناوې وکړې او په پای کې غونډه د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور له لوري په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS