د علمي چارو مرستيال په مشرۍ پوهنتون کيفيت د لوړاوي مرکزي کمېټې ناسته وشوه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کيفيت د لوړاوي مرکزي کمېټې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په مشرۍ ناسته وکړه، چې په کې د يادې کمېټې غړو گډون درلود.
په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو مرستيال د کمېټې مسؤلينو ته کيفيت د لوړاوي په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه يې واورېدل.
کيفيت د لوړاوي په دې کاري ناسته کې پر مهالنۍ بيا کتنه، ربعهوار راپورونو او پر نورو بېلابېلو موضوعاتو تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.