د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو
د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپله وينا کې د ښه راغلاست ترڅنگ د نظام په هره اداره کې د مشرانو د تصاميمو او پرېکړو پلي کېدل مهم وبلل او اړوند مسؤلين يې مخاطب کړل، چې په خپلو برخو کې يې په پوره ډول تطبيق کړي. نوموړي د يادې شورا ټولې پرېکړې وار په وار تشرېح کړې او په پای کې يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
