د لوړو زده کړو وزارت علمي معین کونړ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې ترڅنګ په يوه علمي غونډه کې ګډون او وينا وکړه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۹:۵۸
SJAU

په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پنځو نويو ديپارتمنتونو د ايجاد او د دې پوهنتون د علمي - څېړنیزې مجلې(اند) د لومړنۍ گڼې د مخکتنې غونډه وشوه.

په دې تړاو جوړه شوې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د څېړنې، تاليف او ژباړې رئيس دوکتور حميدالله مزمل، د ياد پوهنتون رئيس پوهنمل محب الله محب، د دې پوهنتون مرستيالانو، استادانو او محصلينو ګډون کړی ؤ.

غونډې ته علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپلو خبرو کې وويل: خوښ يم چې د اسلامي نړۍ ستر فيلسوف علامه سيد جمال الدين افغان رحمه الله په ټاټوبي او د هغه په نوم نومول شوي علمي بنسټ کې؛ د علمي - څېړنيزې مجلې اند مخکته کوم.

نوموړي د اند معنی ته په اشارې استادان او محصلين متوجه کړل چې د علم په ترويج او حصول کې د څېړنې برخې ته پوره پام وکړي او خپل فکر په نوښتونو ورټول کړي.

هغه وویل:"نړۍ ډېر زيات کوښښ کوي مصنوعي فکري او فرهنګي خلا ايجاد کړي چې ځوان نسل له خپل تاريخ او ثقافت نه بې خبره شي، نو موږ بايد له خپل تاريخ او ثابتو ارزښتونو سره ځان وتړو."

نوموړي زياته کړه چې زموږ د ثقافت او تاريخ سرچينې د نورې نړۍ د ثقافت له سرچينو څخه ډېرې واضح او ډېرې مستندې دي.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس پوهنمل محب الله محب، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ياد پوهنتون ته د دوی له راتګ مننه وکړه او د دې علمي بنسټ په لاسته راوړنو او پرمختګونو يې تفصيلي خبرې وکړې.

غونډې ته د ياد پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي د اند علمي - څېړنيزې مجلې د منځپانګې او د ايجاد شويو ديپارتمنتونو د اهميت په اړه معلومات وړاندې کړل.

غونډه د شرعياتو پوهنځي د نوي ګمارل شوي رئيس مولوي عبدالمنان عارف له لوري د خير په دُعا سره پای ته ورسېده.

د غوندې له پای ته رسېدو وروسته د شرعياتو پوهنځي نوی ګمارل شوی رئيس مولوي عبدالمنان عارف د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او د پوهنتون مشرتابه له لوري د پوهنځي استادانو او منسوبينو ته ور وپېژندل شو.

د يادونې وړده چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه له غرمې ورسته د پوهنتون له بېلابېلو برخو؛ کمپيوټر لېب، کتابتون، کيميا ديپارتمنت لابراتوار، زراعت پوهنځي څېړنيز فارم، د کمپيوټر ساينس او کرنې پوهنځيو محصلينو له عملي پروژو څخه ليدنه وکړه.

دوکتور لطف الله خیرخواه ديادو پروژو په ليدو خوښي وښوده او د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلينو ته يې لس زره افغانۍ د انعام په ډول وکړې او هغوی يې لا نورو نوښتونو ته وهڅول.

ياده دې وي چې د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا د پرېکړې له مخې په د هارټيکلچر ديپارتمنت ايجاد او د رياضي او فزيک ديپارتمنت، د تاریخ او جغرافيې ديپارتمنت په مستقلو څلورو ديپارتمنتونو وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د افغانستان د څلورو مخکښو او برياليو پوهنتونونو په کتار کې وځلېد

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پوهنتونونو د هر اړخيزې ارزونې او کيفيت سنجونې د پايلو له مخې، سيد جمال الدین افغاني پوهنتون د خپلې هوښيارې او لرليد لرونکې رهبرۍ، ژمن او هڅاند اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

BACK TO NEWS