د لېسانس په کچه تر مسلکي زده کړو وروسته ۱۰۲ تنه محصلين له کمپیوټرساينس پوهنځي فارغ شول
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه د لېسانس په کچه تر مسلکي زده کړو وروسته ۱۰۲ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.
۷ مه، جمادی الاول، ۱۴۴۵ هـ . ق
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د دې پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د پوهنځيو رييسانو، پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو استادانو، فارغېدونکو محصلينو او د دوی د کورنیو غړو برخه لرله.
پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د کمپیوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او د پوهنځي له پلانونو او لاسته راوړنو يې يادونه وکړه.
غوندې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې فارغېدونکي محصلين د دې جوگه وبلل، چې د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې به د هېوادوالو اړتياوې پوره کړي.
نوموړي فارغېدونکو محصلينو ته په خطاب کې وويل چې تاسو اوس د مسؤليتونو ډگر ته داخل شوئ، نو هره شېبه؛ د وطن د ابادۍ لپاره فکر او کار وکړئ.
غونډې ته د پوهنتون د مسلکي پرمختيا مرکز آمر او د کمپيوټرساينس پوهنځي استاد پوهنيار امان الله توتاخېل، فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په نماينده ګۍ انجينر هارون پتيار او د محصلينو په استازۍ فريدون قاسمي هم ويناوې وکړې.
پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.