د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د چارو په چټکتيا او کارونو کې پر اخلاص ټينگار وشو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۵۲
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې په کې د مالي او اداري معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو برخه لرله، پر بېلابېلو موضوعاتو يې بحث او پرېکړې وکړې.

په دغه ناسته کې د ياد معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو د تېر مجلس پرېکړو او د ميزان مياشتې راپورونه شريک کړل او ترې وروسته بېلابېل موضوعات بحث شول چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال اړوندو مسؤلینو ته په چارو کې د اخلاص او چټکتيا په تړاو لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS