د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر زدهکړې پروګرام داير شو
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر زدهکړې ښوونیز پروګرام داير شو.
دغه زدهکړهییز پروګرام د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت د دوو مياشتو پر دوام(۲۰) تنو اداري کارمندانو ته د مسلکي پوهې د لا لوړونې په موخه پیل شو.
د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې یاده برنامه ګټوره وبلله او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي وړتیا په لوړونه کې اعظمي ګټه واخلي.
ياده دې وي، چې د دې روزنيز پروګرام ښوونيزې چارې به د کمپيوټرساينس پوهنځي استاد عبدالباري رودوال له لوري د اونۍ په دوه ورځو کې د دوو مياشتو پر دوام پر مخ وړل کېږي.