د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهمليکونه لاسليک شول
نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهمليکونه د علمي مرستيال او د پوهنتون سرپرست استاد صلاح الدين ايوبي له لوري لاسليک شول.
مسؤلينو په خپلو خبرو کې د پوهنتون او نورو ادارو ترمنځ د گډ تفاهم يادې هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په نتيجه کې به يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونو څخه د گټې اخيستنې او د پوهنتون محصلينو ته د عملي زدهکړو او اړينو تجربو د ترلاسه کولو زمينه برابره شي.
د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون نن ورځ د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست، مستوفیت او د برېښنا آمريت سره د گډو همکاريو هوکړهليکونه لاسليک کړل.
