د پوهنتون او کونړ ولايت د دوه ولايتي رياستونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهمليکونه لاسليک شول
نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت د دوه ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهمليکونه د پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست استاد صلاح الدين ايوبي له لوري لاسليک شول.
دغو تفاهمليکونو پر اساس به اړوندې ادارې د یو بل له امکاناتو او ظرفيتونو څخه د گټې اخيستنې فرصت پیدا کړي او د پوهنتون محصلینو ته به د عملي زدهکړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو زمينه برابره شي.
د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون نن ورځ د کونړ ولايت د کرنې، اوبو لگونې او مالدراۍ او د کليو د بيا رغونې او پراختیا رياستونو سره د گډو همکاريو تفاهمليکونه لاسليک کړل.
