د پوهنتون د«اند» ملي ژورنال اعتبار تر لاسه کړ
د سيد جمالالدین افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په چوکاټ کې د«اند» علمي-څېړنيز ژورنال، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تأليف او ژباړې رياست له لوري د ژورنالونو متخصصينو او مسلکي غړو له وارزول شو او د ښو نومرو په تر لاسه کولو يې علمي او اکاډميک اعتبار تر لاسه کړ. د ملي او نړيوالو ژورنالونو د اعتبار ارزونې پلاوی هر کال د ځانگړو علمي او څېړنيزو معيارونو، لوايحو او طرزالعملونو پر بنسټ د ملي ژورنالونو ارزونه کوي.
د سيد جمالالدین افغاني پوهنتون د«اند» علمي-څېړنيز ژورنال چې په ۱۴۰۲لمريز کال کې يې له لوړو زده کړو وزارت څخه د خپرولو رسمي جواز تر لاسه کړ؛ د خپل لرليد، ماموريت او ستراتيژيکو موخو په رڼا کې يې د ټولنيزو او ساينسي علومو په برخه کې د لوړو معيارونو سره سم مقالې خپرې کړې دي. ياد پوهنتون په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت، په ځانگړي ډول د څېړنې، تأليف او ژباړې رياست له لوري د امارتي پوهنتونونو د څېړنيزو فعاليتونو د عادلانه ارزونې او دوامدار ملاتړ له امله مننه کوي او د لا لوړو علمي لاسته راوړنو ډاډ ورکوي.
