د پوهنتون درې تنو استادانو له لوري لوړو علمي رتبو ته د ترفېع په موخه علمي کنفراسونه وړاندې شول

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۴۸
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي د اگرانومي څانگې استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور امين الله نورزي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفېع په موخه(د جوارو پر حاصل د ابيارۍ د مختلفو سېستمونو، د ابيارۍ د اوبو او نايتروجن د بېلابېلو اندازو د اغېزو مطالعه) او پوهنيار حميدالله حميد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په پار(مېوې مچ د مخنيوي د بېلابېلو لارو چارو پرتليزه مطالعه) تر سرليکونو لاندې او د ښوونې او روزنې پوهنځي د بيولوژي څانگې استاد پوهنمل اختيار محمد صافي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفېع په موخه(د اندوپلازميک ریتیکولم جوړښت او د عصبي تخريبي ناروغيو په کنټرول کې يې د ونډې څېړنه) تر سرليک لاندې خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.

ياد کنفرانسونه چې د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت په تالار کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ژوري هيئت غړو او استادانو پر وړاندې ارایه شول، له ازاد بحث او د ژوري هيئتونو تر مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د پوهنتون درې تنو استادانو له لوري لوړو علمي رتبو ته د ترفېع په موخه علمي کنفراسونه وړاندې شول

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي د اگرانومي څانگې استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور امين الله نورزي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفېع په موخه(د جوارو پر حاصل د ابيارۍ د مختلفو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

پوهنتون د علمي چارو مرستيال په مشرۍ د علمي ترفېعاتو شورا نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي ترفېعاتو شورا د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېټې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۳:۶
Background image

پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله؛ چې د پوهنتون او. . .

BACK TO NEWS