د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند آمريتونو او عمومي مديريتونو پيل شوې کلنۍ ارزونه پای ته ورسېده
یاده ارزونه د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد له لوري ترسره شوه، چې په ترڅ کې يې د ځانگړو چکلېستونو له مخې د ياد معاونيت اړوند آمريتونو او عمومي مديريتونو له لوري په کلني ډول ترسره شوې چارې او کړنې په کره او عادلانه ډول وارزول شوې. نوموړي په کاري برخه کې د مسؤلينو له لوري ترسره شوي نوښتونه وستايل او د نيمگړتياوو په برخه کې يې هغوی ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
