د پوهنتون رييس له شرعياتو پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د شرعياتو له پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې ليدنې په ترڅ کې د تدريسي او اداري چارو د ارزونې تر څنگ؛ د پوهنځي د حاضرۍ کتاب کنټرول کړ او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې حاضري بايد پر خپل وخت او اصولي ډول لاسليک شي او د استادانو او کارکوونکو د نه شتون په صورت کې بايد قانوني کړنې ترسره شي چې د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو.