د پوهنتون عمومي رئيس د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د يادې څارنې په ترڅ کې د پوهنتون مرکزي کتابتون د برېښنا سېستم، الماريو ترميم، د اقتصاد او کمپيوټرساينس پوهنځيو اړوند د تدريسي خونو بيارغونې او رنگمالۍ چارې له نږدې وليدې او د قراردادي شرکت مسؤلينو ته يې د باکيفيته موادو کارونې او له ټاکل شويو معيارونو سره سم د کار کولو لارښوونه وکړه، چې د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو.
