د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰ بند پرېکړې له مخې د اقتصاد او زراعت پوهنځيو له روان تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه. د دغې څارنې په ترڅ کې د پوهنتون عمومي رئيس د يادو پوهنځيو د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د محصلینو ستونزې هم واورېدې، هغوی ته يې اصلاحي لارښوونې وکړې او د ستونزو د حل ډاډ يې وکړ. همداراز د يادې ليدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه استادانو او د پوهنځيو مسؤلینو ته د محصلينو د مسلکي، فکري او اصلاحي روزنې، د نصاب پلې کېدو، کورس پالیسيو او محصلينو د حاضرۍ په برخه کې جدي لارښوونې او سپارښتنې وکړې، چې د هغوی له لوري د بشپړ تطبيق ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۷
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS