د پوهنتون عمومي رئيس د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د څېړنيز فارم ځمکې په پراخوالي، کرنيز لابراتوار په تهيې او تدارک، اگرانومي څانگه کې د ماسټرۍ برنامې پر ايجاد او په نورو موضوعاتو بحث وکړ. پیل کې د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي د پوهنځي د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل. ورپسې د پوهنتون عمومي رئيس د ياد پوهنځي مسؤلينو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د هغوی په لاسته راوړنو يې خوښي وښوده او همداراز له هغو استادانو يې مننه وکړه چې د پوهنتون په عمومي کمېټو کې فعاله ونډه لري. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.
