د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه د معاونيتونو او پوهنځيو د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د تشرېحي غونډو په لړ کې نن ورځ د شرعياتو پوهنځي مرستيال له لوري معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو
سید جمال الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي او اداري چارو د لاښه پرمختگ او مؤثرې پلان جوړونې په موخه معاونيتونو او پوهنځيو ته ځانگړې لارښوونه کړې، چې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو راپورونه او راتلونکي پلانونه د يوې غونډې په ترڅ کې له اړوندو برخو سره شريک کړي. د دغو لارښوونو په رڼا کې نن ورځ د شرعياتو پوهنځي معاون پوهنمل رازمحمد شېرزاد د نوموړي پوهنځي د مسؤلينو او استادانو له لوري د ترسره کړو علمي، اداري او څېړنيزو فعاليتونو په تړاو تفصيلي راپور او د راتلونکو عادي او انکشافي پلانونو په اړه چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.
د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو او پرمختگونو خوښي وښوده او مسؤلينو ته يې د راتلونکو پلانونو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همدارز يې هغوی ته د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
ټاکل شوې ده چې د يادو لارښوونو پر بنسټ به د پوهنتون مرستيالان او د پوهنځيو مسؤلين په خپل وار د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو دې ته ورته تشرېحي غونډې دايرې کړي، چې د پوهنځیو تېر فعالیتونه به په کې وړاندې او راتلونکي پلانونه به يې وڅېړل شي.
