د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په دغو نړیوالو ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې د مجلې شاملېدل د پوهنتون رهبرۍ د دوامدار او پوره ملاتړ، د علمي څېړنو معاونیت، د مجلې مسؤلینو او د هغو استادانو د گډو هڅو پايله ده چې په دې برخه کې يې دوامدارې هلې ځلې کړې دي.
دا چاره د يادې مجلې د معياري خپرېدو څرگنده نښه بلل کېږي او په دې سره د يادې نړيوالې مجلې لوستونکو ته د اسانه او باوري لاسرسي زمينه هم برابره شوه. دغه لاسته راوړنه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي مقام د لوړولو، د څېړنیزو مقالو خپرولو او په داخلي او نړیواله کچه د پوهنتون د علمي اعتبار د لوړتيا او پراختیا په برخه کې مهم گام بلل کېږي.
