د پوهنتون هغه استادان وستايل شول چې په داخلي کنفراسونو کې يې مقالې چاپ شوې دي

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۷:۱۴
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د یوې غونډې په ترڅ کې هغه استادان وستايل چې په داخلي ملي او نړۍ والو کنفراسونو کې یې علمي- څېړنيزې مقالې لیکلي دي.

دغه غونډه د علمي څېړنو او مجلې معاونيت له لوري د پوهنتون په مسلکي زدهکړو پرمختیايي مرکز کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د پوهنځيو ريیسانو، استادانو، اداري کار کوونکو او محصلينو په‌کې برخه درلوده.

پيل کې د پوهنتون رييس د ښه راغلاست تر څنگ په علمي او څېړنيزه برخه کې د یاد پوهنتون د لاسته راوړنو او پرمختگونو په اړه خبرې وکړې او استادانو ته يې مبارکي وويله. نوموړي د پوهنتون ټولو استادانو ته سپارښتنه وکړه چې خپل وخت د علم په توليد او څېړنه مصرف کړي، ځکه علم د تحقيق په وجه د کمال درجې ته رسېدلی شي.

غونډې ته د پوهنتون علمي چارو مرستيال په خپلو خبرو کې د علمي کادرونو د هڅونې په موخه د دا ډول پروگرامونو جوړول گټور وبلل او استادان يې مخاطب کړل چې څېړنې ته د خپل کاري مسير په توگه پوره پام وکړي.

ورپسې د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال غونډې ته د وينا پر مهال څېړنه د پرمختگ اصلي لامل وباله او د پوهنتون استادان يې په روان کال کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري دايرېدونکو ملي او نړۍوالو کنفراسونو کې گډون او مقالو ليکلو ته راوبلل.

یاده دې وي د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو له لوري په ډېره کمه موده کې په داخلي ملي او نړۍوالو کنفرسونو کې نږدې(۴۰) علمي- څېړنيزې مقالې چاپ شوي چې له کبله يې ياد پوهنتون د پام وړ مقامونه خپل کړي دي. همدازار د دې پوهنتون استادانو په بهرنیو هېوادونو کې هم په بېلابېلو نړۍوالو کنفرانسونو کې برخه اخیستې او مقالې یې په‌کې وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۱
Background image

پوهنتون کې محصلينو ته د کار موندنې له معیاري مېتودونو سره د بلدتیا په موخه د سېمينارونو لړۍ پيل شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ د مسلکي پرمختيايي مرکز له لوري د څلورمو ټولگيو محصلينو ته د(سي وي) ليکلو او چمتو کولو، د دندې لټون سايټونو معرفي کولو او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۴۰
Background image

پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د ناسمو رواجونو مخنیوي په هکله نوی توشيح شوی فرمان تشريح شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلينو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان په اړه د پوهاوي سېمينار داير شو.

د پوهنتون رييس شيخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

دعوت او ارشاد کمېټې د پوهنتون رييس په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د دعوت او ارشاد کمېټې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وکړه چې په کې د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS