د پوهنتون پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي يو ورځنی سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۰
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د پوهنځيو رئيسانو، معاونينو او څانگو آمرينو ته د پوهنتون پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي یو ورځنی سېمينار داير شو. د پوهاوي دغه سېمينار چې د پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت په نوښت جوړ شوی ؤ، د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، معاونينو او د څانگو آمرينو په کې برخه لرله.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو خبرو کې د پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو ته لارښوونه وکړه، چې په ياد پلان کې ټاکل شويو موخو ته د رسېدو لپاره په همغږۍ گډ کار وکړي او له رياست مقام سره يې په دوامدار ډول معلومات شريک کړي. د سېمينار روزونکو استادانو برخه‌والو ته د ستراتيژيک پلان ارزښت، جوړښت، تطبیق، ارزونې او د نورو مهمو برخو په تړاو معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د هغوی پوښتنې هم ځواب کړې. د يادونې وړ ده چې ياد سېمينار د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمدحسن محمدي، د استادانو چارو آمر پوهنمل عمران رفيق او د اقتصاد پوهنځي استاد ن‌پوهنيار ضياءالحق عمري له لوري وړاندې شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS