د پوهنځي په اړه

د سيد جمال الدين افغاني  پوهنتون اقتصاد پوهنځی د ختيزې حوزې د اړتیاوو او د موجوده اقتصادي ستونزو د حل لپاره  تر شرعیاتو، ښوونې او روزنې، کرنې او کمپيوټر ساينس پوهنځیو وروسته په ۱۳۹۳ لېږديز لمريز کال کې تاسیس او د ياد پوهنتون په تشکیل کې شامل شو چې د اداره او تشبثاتو مديريت او ملي اقتصاد ډيپارټمنټونه په کې فعال شول او عملاً يې په تدریس پیل وکړ.

نوموړي پوهنځي ته د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۳ کال کې د کانکور ازموینې له لارې ۱۲۱ تنه محصلان د لوړو زده کړو په موخه معرفي شول.

ياد پوهنځی له تاسیس څخه وروسته په پرله پسې توګه په دوو ډيپارټمنټونو کې محصلان جذبوي چې  تر دې دمه يې په پنځه دورو کې ټول ټال ۶۲۶ تنه د اقتصاد مسلکي فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

 اقتصاد پوهنځی د موجوده امکاناتو په نظر کې نیولو سره په دې توانېدلی؛ ټول هغه محصلان چې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون له لوري دې پوهنځي ته  ورپېژندل کېږي په منظمه توګه جذب او لازمې تحصيلي اسانتیاوې ورته برابرېږي.

نوموړی پوهنځی له تأسيس سره سم په نوي درسي پروګرام( کرېډيټ سېستم)  برابر شوی دی او په دې پوهنځي کې د ګډون شرط د کانکور په ازموینه کې نوموړي پوهنځي ته بريالي کېدل دي.