د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانگې محصلينو له لوري د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۴۴
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانگې۲۱ تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د ياد پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو برخه لرله. د مسؤلينو تر ويناوو وروسته څېړونکو محصلينو د خپلو څېړنو پايلې د پروگرام برخه‌والو ته د پوسټرونو په بڼه وړاندې کړې او د هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۷
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS