د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې د کتابتون پرانيسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج عبدالواسع منصور، د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د علومو اکاډمۍ غړی څېړنپوه دوکتور عبدالقيوم زاهد مشواڼي، جراحي متخصص ډاکټر يارمحمد زهير، علماءکرامو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو او محصلينو په گډون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې د کتابتون پرانيسته وشوه، چې د کونړ ولايت يو بااحساسه شخصيت ډاکټر يارمحمد زهير په مالي لگښت جوړ او د يوې غونډې په ترڅ کې د پوهنتون استادانو او محصلينو پرمخ پرانيستل شو.

پيل کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال د ښه راغلاست ترڅنگ؛ په علمي مرکزونو کې د کتابتون پر اړتيا، اهميت او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او له ډاکټر زهير صاحب څخه يې د هغه د مرستې له امله مننه وکړه. ورپسې د پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال په خپلو خبرو کې له نورو سوداگرو او علمي شخصيتونو وغوښتل، چې د کتابتون په غني کولو کې له پوهنتون سره پوره همکاري وکړي. غونډې ته ډاکټر يارمحمد زهير وويل، چې له پوهنتون سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي ۱۴۰۵ هـ . ش کال کې به د برېښنايي کتابتون د تجهيز او تمويل په برخه کې له پوهنتون سره پوره مرسته وکړي. نوموړي زياته کړه چې هڅه به مو دا وي، ياد کتابتون په نړيوال کتابتون بدل کړو.

د غونډې په ترڅ کې قومي مشرانو حاجي صالح محمد او حاجي څرگند هم ويناوې وکړې او په پای کې د پوهنتون رهبرۍ له لوري ډاکټر يارمحمد زهير ته له ستاينليک ورکولو وروسته غونډه د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي له لوري پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده. د يادونې وړ ده چې په ورته مهال کې له ياد کتابتون سره د هاشمي خپرندويې ټولنې له لوري(۳۰۰) او د علومو اکاډمۍ غړي څېړنپوه دوکتور عبدالقيوم زاهد مشواڼي له لوري د(۱۰۰) ټوکه کتابونو مرسته وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS