سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او کونړ ولايت د اقتصاد رياست ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه
د دواړو ادارو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د همکاريو دوه اړخيز هوکړهلیک د ياد پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن او د اقتصاد رياست د ريیس مولوي عبدالله همت له لوري لاسلیک شو.
د يادونې ده چې د دې دوه اړخیزې هوکړې له مخې به د علمي او مسلکي همکاريو ترڅنگ، د پوهنتون محصلینو ته د عملي زدهکړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.