سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د تهيه، تدارکاتو او خدماتو آمريت ته نوي گمارل شوی آمر ور وپېژندل شو
د معرفت په يادو مراسمو کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او د پوهنتون نورو منسوبينو برخه لرله.
د مالي او اداري چارو مرستيال نوي گمارل شوي آمر ته مبارکي وویله او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه يې ورته د رښتیني خدمت د توفیق دُعا وکړه.
د يادهونې ده چې د لوړو زده کړو وزرات محترم مقام له لوري محمد موسی د تهيه، تدارکاتو او خدماتو آمر په توگه ټاکل شوی ؤ چې نن ورځ رسماً خپلې دندې ته ور وپېژندل شو.