سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال معرفي شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۸:۵۵
SJAU

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید او د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ د ياد معاونيت لپاره ټاکل شوی؛ چې نن ورځ د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب له لوري د پوهنتون منسوبيو ته ور وپېژندل شو.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې نوي ټاکل شوي مرستيال ته د بري هيله وکړه او زياته يې کړه چې دنده امتیاز نه بلکې، یو مسؤلیت دی او هر مسؤلیت چې چا ته سپارل کېږي بايد په ښه ډول يې ترسره کړي، نوموړي همداراز د پوهنتون ټولو منسوبينو ته سپارښتنه وکړه چې د پوهنتون موخو ته د رسېدو په پار له یو او بل سره په همکارۍ او مشوره کار وکړي تر څو ټولې چارې پر وخت او په ښه ډول ترسره شي.

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت لپاره نوي ټاکل شوي معاون پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي هم د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او د مقاماتو له باور او اعتماد څخه يې مننه او د چارو د ښه ترسره کولو ژمنه يې وکړه.

د يادونې وړ ده چې د نظام مشرتابه او لوړو زده کړو وزارت د يو کم ساري گام په ترڅ کې د ۱۴۰۲ کال په تشکيل کې د ۲۵ پوهنتونونو لپاره د علمي څېړنو او مجلې نوي معاونيتونه ايجاد او منظور کړل چې تر دې وړاندې په افغانستان کې هېڅ پوهنتون دا معاونيت نه درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د زراعت پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د څېړنيز فارم ځمکې په پراخوالي، کرنيز لابراتوار په تهيې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۴۴
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې استاد پوهنمل شېرازخان رشيدي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(د درملو فارماکولوژيکي شکلونو ارزونه او د هغوی د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د عصري ټکنالوژۍ پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او هغوی. . .

BACK TO NEWS