سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د امارت پېژندنې کتاب سیالۍ لس گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۰:۳۳
SJAU

ياده سيالۍ چې د لوړو زده‌کړو وزارت په لارښوونه او د پوهنتون محصلانو چارو معاونيت په نوښت جوړه شوې وه، د ياد پوهنتون پنځه‌گونو پوهنځیو نږدې(۲۰۰) تنو محصلینو په کې برخه اخيستې وه.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د پوهنتون مشرتابه، د کونړ ولايت جيدو شيوخو کرامو، د ولايتي ادارې مسؤلينو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او سلگونو محصلينو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ برياليو محصلينو ته مبارکي وويله او د سياليو له تنظيموونکو يې مننه وکړه، هغه زياته کړه چې په راتلونکي کې به د محصلينو د فکري روزنې په موخه دېته ورته نورې سيالۍ هم برابرې کړي.

د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې امارت پېژندنه نومې کتاب د تاريخ غوره لنډيز او د حقايقو ټولگه وبلله، نوموړي وويل: الله ﷻ د ځمکې واک هغه چاته سپاري چې د مظبوط ايمان خاوند وي.

ورپسې د کونړ ولايت جهادي مدرسې مشر شيخ الحديث مولوي رحمت دين مدني په اسلامي تاريخ کې د خلافتونو په تاريخي بهير مفصلې خبرې وکړې او د اسلامي نصوصو په رڼا کې يې د الله ﷻ پر ځمکه مشري د مسلمانانو حق وباله.

غونډې ته د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رييس مفتي محمد ياسين حقپرست هم وينا وکړه او دا برنامه يې د محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې لپاره گټور اقدام ياد کړ.

د يادونې ده چې په سیالۍ کې مخکښو بریالیو محصلینو ته لپټاپ کمپيوټرونه او نورې بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسير ختم او دُعاء وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د قرآن کریم د ترجمې او تفسير دوره چې د رمضان المبارک مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې وه، نن ورځ يې د ياد آمريت مبلغ مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۰
Background image

د پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال له لوري د ادارې برخې د حاضرۍ څارنه او کنټرول وشو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د اداري کارکوونکو حاضري کنټرول کړه او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې د حاضرۍ کتاب بايد پر خپل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنتون او چلند خصوصي ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه لیک لاسليک شو

د دوه اړخيزو همکاريو ياد هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د چلند ښوونيزې اکاډمۍ مسؤل اکرام سمير له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې. . .

BACK TO NEWS