سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د امـارت پېژندنې کتاب سیالي ترسره شوه
یاده سیالي چې د لوړو زدهکړو وزارت په لارښوونه او د پوهنتون محصلانو چارو معاونيت په نوښت جوړه شوې وه، د پنځهګونو پوهنځیو نږدې(۲۰۰) تنو محصلینو په کې ازموینه ورکړه.
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه د ليدنې پرمهال محصلینو ته د ازموینې د صحنې د نظم ساتلو او ممتحنو استادانو ته په شفاف ډول د ازموینې اخیستلو سپارښتنه وکړه.